میانمار دوه خبریالان د محرمیت له قانونه په سرغړاوي تورن کړل
د دې محکمې قاضي وايي، ۳۲ کلن والون او ۲۸ سیوا هو چې برمایان دي، د جولای په ۱۶مه به د محکمې لومړنۍ غونډې ته حاضر شي.
د برما د قوانینو له مخې، هغو تورونو ته چې دا خبریالان ورسره مخ دي، تر ۱۴ کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدای شي.
د روېټرز خبري اژانس وايي، دا دواړه خبریالان بېګناه دي او یوازې په برما کې د روهنګیايي مسلمانانو د ډلهییزې وژنې په اړه د راپورونو په ورکولو یې خپله دنده ترسره کړې ده.
دې دواړو خبریالانو د میانمار د امنیتي ځواکونو د هغو ځپونکو اقداماتو په اړه راپورونه چمتو کول چې له کبلهیې تر ۷۰۰ زرو زیات روهنګیايي مسلمانان ګاونډي هېواد بنګلهدېش ته وتښتېدل.
