روسيه: د داعش د بېخ ایستلو لپاره باید هڅې چټکې شي
د تاس خبري اژانس په حواله، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه په یوه بیان کې ویلي:
"ترورېستان هڅه کوي چې په افغانانو کې وېره خپره او دا هېواد د نړۍ سولې او ثبات ته په دایمي ګواښ بدل کړي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په جلال اباد کې حمله غندلې او د افغانستان پر حکومت او په دې هېواد کې د ائتلافي ځواکونو پر قوماندانۍ یې غږ کړی چې د افغانانو د امنیت ټینګولو لپاره هڅې زیاتې کړي.
