د امريکا کانګرس د جمهوريت غوښتونکي ګوند ځينې غړي مسکو ته ورسېدل
دوى وايي، په هغه مأموريت وتلي چې هدفيې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړيکو ښه کول او دا ارزول دي چې څلور کاله مخکې د لوېديځ تر لګول شويو بنديزونو وروسته، د روسيې اقتصاد په څه حالت کې دى.
د کانګرس دغه غړي پرون مخکې تر دې چې مسکو ته ورسېږي، په سن پټرزبرګ کې د هغه ښار له والي ګيورګي پولتاف-چينکو سره وکتل او د اړيکو د ښه کېدو هيلهيې څرګنده کړه.
پولتاف-چينکو دغه هيئت ته وويل، د راتلونکي په اړه خوشبين او په ټولو برخو کې همکارۍ ته چمتو دى.
د کانګرس دغه غړي د مسکو لپاره د امريکا د سفير جان هنټسمن په بلنه روسيې ته سفر کوي.
داسې ښکاري چې په دوى کې د ولسمشر ټرمپ ملاتړي او متحدان شامل دي.
ټاکل شوې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولاى په ١٦مه د روسيې او امريکا د اړيکو د ښه کولو د هڅو په لړ کې له خپل روسي سيال ولادیمير پوتين سره وګوري.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه اړيکې له څو کلونو راهیسې سړې شوې دي.
د دغه هيئت يوه غړي، سناتور جان کنېډي «CNN» ټلوېزيون ته ويلي، دوى هيلهمند دي چې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره هم وګوري.
