خامنه اي د ايرانيانو د کار و بار او ژوند د خونديتوب غوښتنه وکړه
د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي د دغه هېواد له قضائيه قوې غوښتنه وکړه، چې د خلکو د کار و بار او ژوند د خونديتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د ايران په پلازمېنه کې د اقتصادي ستونزو له کبله مظاهرې شوې دي.
خامنه اي دا خبرې نن د قضائيه قوې د چارواکو په يوه غونډه کې کړې دي.
دا له تېرې اوونۍ راهيسې چې په تهران کې مظاهرې پيل شوي، د ده لومړۍ عامې څرګندونې ګڼل کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو په همدې حال کې په ټويټر کې ليکلي: ايرانيان له اداري فساد، بېعدالۍ او د خپلو رهبرانو له بې کفايتۍ څخه ستړي شوي دي. ښاغلي پامپيو ويلي، چې نړۍ د ايرانيانو ږغ اوري.
په تهران کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته د دوشنبې په ورځ مظاهره چيانو له امنيتي ځواکونو سره شخړه وکړه. پر دغو مظاهره چيانو اوښکي بهوونکي ګاز وکارول شول.