امريکا: د اټمي وسلو د څارونکي سازمان صلاحيتونه دي زیات شي
بريتانيا او د امريکا متحدو ايالتونو پرون د اټمي وسلو د څارونکي سازمان لپاره د زياتو صلاحيتونو غوښتنه وکړه، څو مشخصه شي چې د زهرجنو موادو په مرسته په حملو کې څوک لاس لري.
دغه حملې د روسيې او سوريې له سخت مخالفت سره مخامخې شوې دي.
مسکو او دمشق هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دوى په وروستيو مياشتو کې د کيمياوي وسلو په مرسته په حملو کې لاس لري.
دوى ټينګار کړى چې د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان په ماموريت کې بايد تغيير رانه شي.
په هاګ کې د دغه سازمان په پاليسۍ جوړوونکي دفتر کې د وينا پر مهال د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن وويل:
"موږ ټول هيله من يو چې د وژنې دغه وحشتناکې وسيلې بايد بيا ونه کارول وشي."
جانسن وويل، خواشينوونکى واقعيت دا دى چې دغه کيمياوي وسلې کارول شوي او بيا کارول کېږي.
تمه کېږي د کيمياوي وسلو څارونکى سازمان په نږدې راتلونکي کې خپل هغه راپور خپور کړى چې د سوريې په دوما ښار کې په اپرېل مياشت کې د سارين او کلورين ګازو په مرسته د حملې په اړه دى.
روغتيايي او ژغورندويې سرچينې وايي په هغه حمله کې ۴٠ کسان وژل شوي وو.
دوى په دې حمله کې د ولسمشر بشارالاسد حکومت دخيل بللى دى.