ميرزايي: د کندز فابریکو د برېښنا ستونزه به حل شي
د کندز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې به د فابرېکو د برېښنا او مناسب ځاى د نشتوالي ستونزه حل کړي.
د سوداګرۍ او صنايعو ادارې د مستهلکينو مدير جواد ميرزايي پرون د ځينو کارځايونو تر کتنې وروسته ازادي راډيو ته وويل:
"د ځاى او قوي برق نشتوالى د دوى عمده ستونزې وې چې موږ له نږدې وليدې، د دوى ستونزې به له وزارت سره شريکې کړو چې حل شي."
په کندز کې د فابرېکو خاوندانو د دغه ولايت له مسؤلینو د امن او خپلو توليداتو ته د ښه بازار غوښتنه وکړه.
د فابريکو او توليدي کارځايونو خاوندان وايي، په کندز کې د صنعتي ښارګوټي نشتوالي هم د دوى د توليداتو د غوړېدو مخه نيولې ده.