د مقدونیې ولسمشر د هېواد د نوم بدلولو پر موافقه لاسلیک ونه کړ
د مقدونیې ولسمشر ، جورج ایوانوف نن د خپل هېواد د نوم د بدلون پر موافقه له لاسلیکه ډډه وکړه.
د ولسمشر ایوانوف دفتر ویلي چې د مقدونیې د نوم د بدلولو په اړه له یونان سره موافقه چې پر اساس به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوویشت کلن کړکېچ پای ته رسېدلې وائ، غیر قانوني ده.
که چېرې دا موافقه لاسلیک شي او له یونان سره د مقدونیې لانجه پای ته ورسېږي، مقدونیه کولائ شي چې په اروپايي اتحادیه او ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو رسمي هڅې پېل کړي.
د مقدونیې پارلمان د جون په شلمه نېټه په مطلق اکثریت تائید کړه چې د هغه هېواد رسمي نوم [دشمالي مقدونیې جمهوریت ] وټاکل شي.
که چېرې د مقدونیې پارلمان بیا ورته پرېکړه وکړي، ولسمشر ایووانوف نه شي کولائ چې د دې تغیر مخنیوی وکړي.
یونان او مقدونیه له نولس سوه یو نویم مېلادي کال راهیسې چې مقدونیه په سوله اییز ډول له پخوانۍ یوګوسلاویا جلا شوه او خپلواکي یې اعلان کړه، پر دې چې د مقدونیې نوم باید بدل شي، لانجه لري.
په روسیه کې د 2018 میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام د مسابقو په دوام
نن په [سي] ګروپ کې د استرالیا او پېرو، دنمارک او فرانسې د فوټبال لوبډلې او په [ډي] ګروپ کې نایجیریا او ارجنټاین او ایسلند او کرویشیا سره مخامخ کېږي.