د جوزجان په درزاب کې ملي اردو او داعش نښته کړې
د افغانستان د ملي اردو یو شمېر عسکر او منصبداران نن د جوزجان پر درزاب ولسوالۍ د هغو وسله والو په حمله کې وژل شوي او زخمیان شوي دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش غړي ګڼل کېږي.
د درزاب امنیه قوماندان، تورن محمد اسماعیل نن ازادي راډیو ته وویل چې د داعش وسله والو له څلورو خواوو د درزاب ولسوالۍ پر مرکزي پوسته حمله کړې ده.
د تورن محمد اسماعیل په وینا، د داعش وسله والو نن د درزاب ولسوالۍ پر مرکزي روغتون هم حمله وکړه او د ملي اردو هغه زخمیان يې ووژل چې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو.
د درزاب امنیه قوماندان په دې اړه چې څومره کسان وژل شوي او زخمیان شوي دي، دقیق شمېر نه دی څرګند کړی خو وايي چې په درزاب کې له پرون غرمې راهیسې شدید جنګ روان دی.
تورن محمد اسمعیل وویل چې هوايي یا ځمکنۍ مرسته لا نه ده ورته رسېدلې او که مرکزي حکومت عاجل پام ونه کړي ښايي ولسوالي سقوط وکړي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په دې اړه خبرې نه دې کړې.