د نورستان په وانټ وایګل کې هوايي حملې ۶ملکیان او ۲طالبان وژلي
د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې ملکي وګړو او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورستان د ولایتې شورا رئیس مسعدالله پاینده زوي د سې شنبې په مازدیګر ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه۱۱بجې د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د وانټ وایګل ولسوالۍ په دیګل سیمه کې پر یوه کور برید کړی چې پکې ولسي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاینده زوي وویل:
"د شپې ۱۱ بجې چې کله طالبان او ولسي وګړې چایو څښلو ته کېنې پرې ډرون برید کېږي چې په نتیجه کې يې اته تنه وژل کېږي دوه طالبان او شپږ ملکې وکړي، یو طالب او ملکې کس ټپیان کېږي."
هغه وویل تېره ورځ هم د یادې سیمې په ځنګل کې بې پیلوټه الوتکې برید کړی چې پکې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.