د افغانستان او سعودي ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو.
د دغې خونې ویاند صام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې نن له افغانستانه په زاعفرانو بار یوه الوتکه د سعودي عربستان په طرف والوتله.
له دې وړاندې افغانستان له هند، قزاقستان او ترکیې سره هوايي دهلېزونه پرانیستي، چې له افغانستان وچه او تازه مېوه او ځینې طبي بوټي یادو هېوادونو ته صادرېږي.