پنجشیر کې د فوټبال د سیمهییزټورنمنټ مرکزي زون سیالۍ پيل شوې
د فوټبال د سیمهییز ټورنمنټ مرکزي زون سیالۍ تېره ورځ په پنجشیر ولایت کې پيل شوې.
د فوټبال فدراسیون مرستیال او د سیالیو تنظیمونکي علیم شیرزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ټورنمنټ کې پنځه ټیمونه کې چې دوه یې د پنجشیر، یو- یو یې د کاپیسا، پروان او بامیانو ولایتونو دي په خپلو کې سیالي کوي.
د ښاغلي شیزاد په خبره د دغو سیالیو کې په لومړۍ ورځ پنجشیر ټیم له کاپیسا سره لوبه وکړه چې صفر- صفر سره پای ته ورسېده.
ټاکل شوې چې نن یو د پنجشیر د اې ټیم د پنجشیر له بي ټیم سره سیالي وکړي.