بلخ کې خلک د جنايي جرایمو له زیاتوالي شکایت کوي
د بلخ ولایت اوسېدونکي په مزارشریف ښار کې د جنايي جرایمو او مرموزو قتلونو له زیاتوالي شکایت کوي او امنیتي مسئولان په وظیفوي غفلت تورنوي.
دوی وايي نسبت بل هر وخت ته اوس مهال په مزارشریف ښار کې وسله والې غلاوې، مرموز قتلونه، د تورو ښیښې موټرو تګ راتګ او د ناقانونه وسله والو حضور زیات شوی دی.
د مزارشریف یو تن اوسېدونکی په دې اړه داسې وايي:
"زما نوم روکی دی، د غیر مسئوله وسله والو او موټر سایکل سواره غلو حضور مزارشریف ښار کې زیات شوی دی، دوی خلک وژني، غلاوې ترسره کوي او د نا امنۍ په رامنځته کولو کې نقش لري."
د بلخ د ولایتي شورا غړي هم مزارشریف ښار کې د نا قانونه وسله والو حضور تائیدوي، او وايي چې امنیتي مسئولان د وضعیت په کنترول کې پاتې راغلي دي.
په همدې حال کې د بلخ امنیه د قوماندانۍ ویاند شیر درانی د نا قانونه وسله والو حضور په مزارشریف کې مني او وايي چې پولیس هڅه کوي چې د فعالیت مخه یې ډب کړي او په همدې هدف هره ورځ ثابت او سیار چک پاینټونه په مزارشریف کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په شااوخوا تېره یوه اوونۍ کې مزارشریف د څه کم لسو مرمزو قتلونو شاهد و، خو پولیس تر اوسه د یوه قتل د عامل په نیولو هم نه دي بریالي شوي.