والي: د ارزګان په ځینو سیمو کې پراختیايي پروژې پلې کوو
د ارزګان والي وايي، د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې به یو شمېر پراختیايې پروژې پلي کړي.
محمد شفیق اسدالله سعید نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پروژو کې د ویالو او سړکونو جوړول او د پاکو اوبو د رسولو چارې شاملې دي.
نوموړي وویل چې دغه سیمې د ترینکوټ ولسوالۍ اړوند ساحې دي چې د پروژو تدارکاتي کارونه يې خلاص شوي او ډېر ژر به په کار پیل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شورا د مسؤلینو له قوله، دا مهال د ارزګان شااوخوا ۹۰ سلنه خاوره د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.