د کونړ د ځنګلونو د احیا او ساتنې نوې هڅه!
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وايي، د ځنګلونو د احیا او ساتنې لپاره سل شوراګانې جوړوي.
د کرنې رئیس انعام الله ساپي نن ازادي راډيو ته وویل چې هره شورا دنده لري څو د پنځه سوه هکتارو نه تر زر هکتارو ځمکې پوري ځنګل وساتي.
نوموړي وویل، پدې سره به د ځنګلونو د قاچاق مخه ونیول شي.
د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دغو شوراګانو لګښت به کرنې ریاست ورکوي.