ټرمپ وايي روان دوبی له پوتین سره ګوري
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، ښایي د روسیې له ولسمشر ویلادمیرپوتین سره روان دوبی وګوري.
ټرمپ یوځل بیا ټینګار وکړ چې مسکو ته باید اجازه ورکړل شي چې د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو سره چې د «جي اوه» په نوم یادېږي یوځای شي.
ټرمپ چې د جمعې په ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته څرګندونې کولې په دې اړه چې له پوتین سره به چېرې ګوري څه ونه ویل، خو دغه رازیې پخوانۍ ولسمشر بارک اوباما تورن کړ چې روسیه یې پریښې وه چې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره ملحق کړي.
په ۲۰۱۴ کال د کریمیا د الحاق پرسر د اتو سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو.
ټرمپ له دې مخکې تېره اونۍ په کاناډا کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو په سر مشریزه کې خپل متحدین په دې خبرې سره چې روسیه باید بېر ته د دې ډلې غړې شي، حیران کړل.