رادمنش: طالبان باید په عمل کې وښيي چې ملکي خلکو ته زیان نه رسوي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د سې شنبې په ورځ د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره په ټول توان هڅه کوي.
خو د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش د وسله والو طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې ازادي راډیو ته وویل:
"همدا اوس موږ اوربند اعلان کړی او د طالبانو پر ضد له وسلې کار نه اخلو، د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره هم ټولې هڅې کوو، طالبانو ته هم دا مهمه ده چې د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي."
ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د وسله والو طالبانو خلاف د روژې له اووه ویشتمې د اختر تر پنځمې اوربند اعلانوي.
وسله والو طالبانو هم تر دې اعلان وروسته وویل چې دوی به د اختر په درې ورځو کې د حکومتي ځواکونو خلاف بریدونه ودروي.
ملګرو ملتونو پرله پسې په افغانستان کې د ولسي خلکو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی چې ولسي خلکو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د حکومت د مخالفو وسله والو په بریدونو کې اوړي.
