روحاني له اټمي تړونه د امریکا د وتلو په اړه له پوتین سره خبرې کوم
د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، دی به د روسیې له ولسمشر سره د ایران له اټمي تړونه د امریکا د وتلو په اړه بحث وکړي.
نوموړي نن د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډو کې له ولسمشر پوتین سره تر خبرو دمخه دا څرګندوني وکړې.
د امریکا ولسمشر تېره مېلادي میاشت د ایران او نړۍ د شپږو سترو قدرتونو تر منځ د اټمي تړونه د وتلو اعلان وکړ.
ولسمشر روحاني د مسکو او تهران تر منځ اړیکې ځانګړي وبللې او ویې ویل چې د دغه اټمي تړون د عملي کېدو په برخه کې د روسیې رول مهم او رغوونکی دی.
د ایران ولسمشر دغه راز په سوریې کې د روسیې او ایران همکارۍ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه په سیمه کې زموږ رول ډېر مهم دی.
روسیه او ایران د سوریې په کورنۍ جګړې کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی دی.