افغانستان او بریتانيا د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي
دا توافق د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د بریتانيا د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د دولت وزير طارق احمد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» د لیدو پر مهال وکړ.
ښاغلی عبدالله له طارق احمد سره په لندن کې وکتل او ډاډ يې ورکړ چې د سخت دريځۍ، ترورېزم او انساني قاچاق پر وړاندې په مبارزه کې به افغانستان بشپړې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده عبدالله عبدالله بریتانيا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له صدراعظمې ترزا مې سره هم وګوري.
