امریکا په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډه حمله غندلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دیني عالمانو پر پرونۍ غونډه انتحاري حمله غندلې ده.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون د جون په ۴مه خپره شوه، ویل شوي چې پر ملکي وګړو او هغو دیني عالمانو چې په افغانستان سولې ته کار کوي، حملې د ترورېستانو غیر بشري اړخ او له اسلامي اصولو سره چې هغوی يې د دفاع ادعا کوي، د هغوی د عمل تناقص څرګندوي.
امریکا ویلي چې د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواکونو سره ولاړه ده او په دې هېواد کې د ډموکراسۍ، سولې او ثبات د تأمین لپاره د دیني عالمانو د هرې هڅې ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت هم د دیني عالمانو د فتوا ملاتړ کړی او د ملګرو ملتونو سازمان په ورته غبرګون کې ویلي چې داسې حملې باید د افغانانو د سولهیيزې راتلونکې لپاره هڅې متأثره نهکړي.
په کابل کې پرون د دیني عالمانو غونډې ته نږدې، په چاودنه کې د دیني عالمانو په ګډون څو تنه ووژل او زخمیان شول.
د حملې مسئولیت د داعش وسلهوالو اخیستی دی.