یو شمېر خوستۍ فعالانې د پېژندپاڼو پر وېش اعتراض لري
د خوست یو شمېر ښځې او مدني فعالانې وايي چې په یاد ولایت کې د تذکرو د وېش په پروسه کې د ښځو لپاره ستونزې شته او دوی نه دي توانېدلي چې په خپلو سیمو کې تذکرې واخلي.
دوی چې نن د یکشنبې په ورځ د اعتراض په بڼه د خوست د ښځو چارو ریاست په انګړ کې راټولې شوې وې، نیوکه کوله چې په مرکز او ولسوالیو کې د تذکرو د وېش په پروسه کې ستونزې دي او دوی کلي په کلي پسې ګرځي، خو بیا هم تذکرې نه ورکول کېږي.
د خوست د ښځو چارو رئيسې ملالۍ ولي هم په خپلو خبرو کې د نوم لیکنې او د تذکرو د وېش په پروسه کې پر شته ستونزو اندېښنه وښوده او له مرکزي حکومته يې وغوښتل چې دا بهیر د یوې مودې لپاره وغځوي.
بل لور ته په خوست کې د پېژندپاڼو د وېش مسؤلین وايي چې په یاد ولایت کې د نارینه وو په پرتله دوه برابره ښځو ته په دې ولایت کې تذکرې ویشل شوي چې نوي سلنه ښځې تذکرې نه لري.
د یاد بهیر مشر افضل فطرت وویل چې کله نا کله ځیني نوماندان ښځې او نارینه دا ډول اعتراضونو ته تحریک کوي، حال دا چې دوی نشي کولای چې هر چا ته خاص ټیم ورکړي، ځکه د دوی ټیمونه د ولس لپاره دي، نه د کاندیدانو لپاره.