په تېره مې میاشت کې تر ۵۰۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، په تېره مې میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې تر ۵۰۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دې میاشت کې څه باندې شپېته بیېابېلې پېښې شوي چې په ترڅ کې یې ۱۸۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۷ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، په دې پېښو کې انتحاري حملې، د سړک غاړې ته ښخ شوي ماینونه، هدفي وژنې، شپني عملیات او مخامخ جګړې شاملې دي.
دغې ډلې له افغان حکومت او وسله والو مخالفینو غوښتي چې لږ تر لږه د روژې په میاشت کې په هغو سیمو کې بریدونه او عملیات ونه کړي چې ملکي وګړي پکې اوسېږي.
د دې ډلې په اعلامیې کې ننګرهار هغه ولایت ښودل شوی چې په تېره مې میاشت کې تر ټولو ډېره ملکي مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د روژې په لومړۍ نېټه هم د ۲۰ ولایتونو څخه د ۶۰۰ کسانو غوښتنې راټولې کړې وې چې ویل یې، لږترلږه د روژې په میاشت کې باید اوربند وشي.