د تخار د دشت قلعه اوسېدونکي د دې ولسوالۍ امنیت ته اندېښن دي
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، دا ولسوالي لاهم له امنیتي ګواښونو سره مخ ده او که پاملرنه ورته ونشي، ښايي وسله وال بیا پرې برید وکړي.
خو د تخار د امنیت امر نظام الدین غوري وايي، هڅې کېږي چې امنیتي ګواښونه ختم او په دشت قلعه کې بشپړ امنیت ټینګ شي.
دی وایي:
"دښمن له مونږ سره د مخامخ جګړې توان نه لري، مونږ د دشت قلعه اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې ولسوالي به د دښمن له فعالیته پاکه کړو او خلکو ته به بیا امنیت ټینګ شي."
وسله والو درې ورځې وړاندې دشت قلعه ولسوالي د څو ساعتونو لپاره نیولې وه چې بیا د امنیتي ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.