د پاکستان د مرکزي حکومت قانوني دوره پای ته ورسېده
د پاکستان د مرکزي حکومت پنځه کلنه قانوني دوره د جمعې په شپه پای ته ورسېده چې ورسره سم ددې هېواد مرکزي او صوبايي اسمبلۍ تحلیل شوې او د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ یې مرکزي حکومت پای ته ورسېد.
د پاکستان حکومت او په ملي پارلمان کې د حکومت اپوزسیون څو ورځې مخکې په دې هېواد کې د لنډمهاله یا سرپرست صدراعظم په توګه د پاکستان د پخواني قاضي القضات ناصرالملک په ټاکلو سلا شوي وو.
ټاکل شوې ده چې نن جمعه به د پاکستان ولسمشر ممنون حسین له لنډمهالي صدراعظمه سوګند اخلي، تر دې وروسته به لنډمهاله یا سرپرست صدراعظم او د هغه کابینه په خپل هېواد کې له قانون سره سم د رڼو ټولټاکنو لپاره هلې ځلې وکړي.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې به راروانې عمومي ټولټاکنې د روان کال د جولايي په ۲۵مه نېټه ترسره شي.