مسؤلين: په ارزګان کې د غنمو په حصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی
ځایي مسؤلين وایي، په ارزګان کې د غنمو په حصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د اروزګان د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنير زلمی الکو وايي، کروندګرو
ته د اصلاح شویو تخمونو په وېشلو او د عامه پوهاوي په ورکولو سره د دغه
ولايت په حاصلاتو کې مثبت تغير راغلی.
ښاغلي الکو دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ ناوخته کروندګرو ته په د غه ولایت
کې د عامه پوهاوي په یوه پروګرام کې وکړې.
په ورته وخت کې بیا د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ او ولسوالیو ځیني کروندګر وايي
چې روانو جګړو او وچکاليو يې کرنيز توکي زيانمن کړي او په حصلاتو کې یې څو
برابر کموالی راغلی دي.