د بنګلهدېش پر وړاندې شل اوریزو سیالیو ته د افغانستان لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د بنګلهدېش پر وړاندې دوه شل اوریزو سیالیو ته ۱۶کسیزه لوبډله اعلان شوه. د یکشنبې په ورځ د یادې ادارې له لوري ازادي راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې سیالیو ته یې ځینې پخواني لوبغاړي هم بېرته رابللي دي. په اعلان شوې لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، شهزادمحمدي، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، صدیق اتل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل حق فاروقي، نوین الحق، وفادار مومند، فریدملک، نوراحمد او مجیب الرحمن شامل دي. Читать дальше...
