قریشي: پاکستان غواړي د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې غواړي چې د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي. شاه محمود قریشي نن له یوه پاکستاني ټلوېزیون سره د افغانستان په مسایلو باندې مرکه کړې ده. د مرکې په یوه برخه کې هغه ویلي: "دوی باید خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي. که څوک په زور قدرت ته رسېدل غواړي، نو د وینې تویېدل به زیاتېږي او د افغانستان ګټه پهکې نهشته. د افغانستان زیان د پاکستان په تاوان هم تمامېږي. خدای مهکړه که د افغانستان وضعیت خراب شي، نو پاکستان هم ترې متأثره کېږي." قریشي ویلي... Читать дальше...
