د چین د کمونېست ګوند ۱۰۰مه کالیزه او د شي جین پېنګ نوي خبرداري
د چین جمهور رئیس شي جین پېنګ د چین د کمونېست ګوند د تأسیس د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت د دې ګوند بریاوې وستایلې. په دې مناسبت زرګونه کسان د تیانانمن په میدان کې راټول شوي وو. شي جین پېنګ په خپله یوه ساعته وینا کې د ده په وینا د بهرني ځواکونو لهخوا پر چین د فشار راوړلو په وړاندې خبرداری ورکړ. ده په خپله دې وینا کې په اقتصادي هوساینه او په نړۍ کې د پیکېنګ د اوسني وضعیت په برخه کې د چین د کمونېست ګوند بریاوې مهمې وبللې. د چین کمونېست ګوند په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د نړۍ په دې ګڼ وګړي هېواد کې واک خپل کړ. Читать дальше...
