د عفوې نړیوال سازمان: پر ملکي وګړو او تعلیمي مرکزونو حملې جنګي جنایت دی
د عفوې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل په کابل کې پر یوه ملکي تعلیمي مرکز انتحاري حمله جنګي جنایت بللی دی. د چارشنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د کانکور د تیارۍ په یوه کورس کې انتحاري حملې ۳۴ کسان ووژل او لږترلږه ۵۶ نور یې ټپیان کړل. د عفوې نړیوال سازمان په یو خبرپاڼه کې د دې سازمان د جنوبي آسیا د برخې د کمپاینرې سمیرا حمید له قوله لیکي چې وايي، پر ملکي وګړو او تعلیمي مرکزونو عمدي حملې جنګي جنایت دی او هغو زده کوونکو چې په انتحاري حمله کې ووژل شول د پوهنتون د ازموینو لپاره تیاري نیوله. Читать дальше...