د انګلستان د ملکې مېړه شهزاده فیلیپ مړ شو
![د انګلستان د ملکې مېړه شهزاده فیلیپ مړ شو](https://gdb.rferl.org/44578854-97a7-4e92-a0ca-9ec59e8e4eb8_w800_h450.jpg)
د انګلستان د ملکې الیزابت مېړه شهزاده فیلیپ نن د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو.
د بکنګهام ماڼۍ نن په یوې اعلامیه کې راغلي چې ملکې الیزابت د خپل مېړه د مړینې اعلان وکړ.
نوموړي د روان کال په سر کې د زړه عملیات لپاره د یوه انفېکشن/مکروب د درملنې لپاره څلور اوونۍ په روغتون کې تېرې کړې وې، خو د مارچ په لومړیو کې بېرته ویندسور ماڼۍ ته ستون شو.
شهزاده فیلیپ نږدې اووه لسیزې د بریتانیا په سلطنتي کورنۍ کې د ملکې الیزابت ترڅنګ یو مخکښ رول لوبولی دی.