ننګرهار کې له ۱۰۰ جریبو ډېرې ځمکې کوکنار واړول شول
![ننګرهار کې له ۱۰۰ جریبو ډېرې ځمکې کوکنار واړول شول](https://gdb.rferl.org/C2255196-4D4E-4651-B57A-AD71569D9FCB_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
په ننګرهار ولایت کې تر ۱۰۰ جريبو ډېرې ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې شوې.
د افغانستان په ګرمو ولايتونو کې د کوکنارو اړولو په لړ کې د ننګرهار پولیسو په خوګياڼو ولسوالۍ کې ۹۱ جريبه، په سپين غر ولسوالۍ کې ۱۹ جريبه او روداتو ولسوالۍ کې شپږ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړې.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل، دوی هڅه کوی چې د خلکو په همکارۍ دا کمپاين پسې وغځوي او د دې ولايت په نورو سیمو کې هم د کوکنارو بوټي واړوي.