یورواېشیا رېویو: د افغانستان لپاره د بایډن د سولې ابتکار
یورواېشیا رېویو (Eurasia Review)
یورواېشیا رېویو خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په باب په دې عنوان تحلیلي لیکنه خپره کړې، 'د افغانستان لپاره د بایډن د سولې ابتکار'.
د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د قدرت د شریکولو غوښتنه، د سولې د طرحې تر ټولو لانجمن اصل دی چې د دواړو لورو لهخوا یې په وړاندې مقاومت ښوول کېږي.
د لیکوال په باور، روغه جوړه چې عمده موضوع ده او ترلاسه کولیې ګران کار دی، د افغانستان د اوږدې او خونړۍ جګړې د ختمولو کیلي ګڼل کېږي.
د لیکوال په باور، په امریکا کې د افغانستان جګړې خپل محبوبیت بایللی او د بایډن ټیم لېواله نهدی چې دا ډول بېپایه جګړې جاري وساتي.
لا هم له افغانستان څخه د ۲،۵۰۰ امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه نهايي پرېکړه هم نهده شوې.
ولسمشر جو بایډن داسې اشارې ورکړي چې امریکايي ځواکونه ښايي د ۲۰۲۱م کال د مې د لومړۍ نېټې تر ټاکلي مهلت وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
وسلهوالو طالبانو ویلي، هغه موافقه دې بشپړه عملي شي چې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه، د دې ډلې په خبره که دا موافقه عملي نهشي، دوی به د بهرنیو ځواکونو پر خلاف بېرته جګړه پیل کړي.
اوس په پام کې ده د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په اړه غونډه وشي چې د قدرت د شراکت ترڅنګ به د سولې پروسې د ګړندۍ کېدو په اړه پهکې خبرې کېږي.
ځیني کسان هیلهمن دي چې دغه غونډه به وکړای شي، د اوربند لپاره هم امکان برابر کړي.
سټارز انډ سټرایپس (Stars and Stripes)
د امریکا سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب پر څرګندونو لیکنه خپره کړې ده.
ښاغلي محب د شنبې په ورځ په کابل کې یوه کنفرانس ته ویلي، ولسمشر غني به د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو ته ځان کاندید نهکړي، هغه څه چې ده د سولې د طرحې د برخې په توګه د هغه وړاندیز کړی دی.
ښاغلي محب ویلي، کله چې اړتیا وه، دا که شپږ میاشتې وې، یا هم درې میاشتې، ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو ترسره کېدو ته چمتو دی.
سټارز انډ سټرایپس لیکي، وسلهوالو طالبانو د سولې دغه پلان رد کړی او ويلي یې دي، روان بحران نور هم شدید کولای شي.
په مارچ میاشت کې د افغانستان د حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي ازادي راډیو ته ویلي و چې ولسمشر غني د استانبول په غونډه کې یوه طرحه وړاندې کوي چې په شپږو میاشتو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل هم پهکې شامل دي.
په راپورونو کې دغهراز راغلي چې دغه طرحه د واشنګټن لهخوا د موقت حکومت د طرحې په ځواب کې برابره شوې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، دوی هم د امریکا طرحه ترلاسه کړې او ارزوي یې.
د ورځپاڼې په لیکنه، واشنګټن پر ولسمشر غني فشار راوستلی چې له طالبانو سره د سولې پر یوه موافقه سلا شي، څو امریکا ته زمینه برابره شي، له افغانستانه خپل ۲،۵۰۰ پوځيان وباسي.