کابل کې د کمال خان بند د پرانیستې په مناسبت د تکواندو سیالۍ کېږي
![کابل کې د کمال خان بند د پرانیستې په مناسبت د تکواندو سیالۍ کېږي](https://gdb.rferl.org/C08D6475-7273-4A0D-921F-8132A8AAC357_cx0_cy1_cw0_w800_h450.jpg)
کابل نن د کمال خان بند د پرانیستې په مناسبت د تکواندو سیالیو شاهد دی.
د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر ترهکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تکواندو فدراسیون تر اوسه پورې د کمال خان بند د پرانیستې د لمانځلو لپاره پنځه دور سیالۍ ترسره کړي. نن د تنکیو ځوانانو او ماشومانو د تکواندو لوبې کېږي چې پهکې له اتو ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړي له یو بل سره مخ کېږي."
کمال خان بند د حمل په څلورمه پرانیستل شو.
د بند د پرانیستې په مناسبت تر دې مخکې د کرکټ ملي لوبغاړو هم په کابل، ننګرهار او کندهار کې لوبې کړې دي.