راس وېلسن: له افغانستان سره د ماین پاکۍ برخه کې کلنۍ مرسته به جاري وي
![راس وېلسن: له افغانستان سره د ماین پاکۍ برخه کې کلنۍ مرسته به جاري وي](https://gdb.rferl.org/69F9B9E7-F20D-48C0-953A-439BD5475586_cx0_cy4_cw0_w800_h450.jpg)
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ډاډ ورکړی چې د ماین پاکۍ په برخه کې د دوی کلنۍ ۲۰ ملیونه ډالره مرسته به جاري وي.
ښاغلي وېلسن یکشنبه ماښام په دې اړه یو لړ ټويټونه کړي.
یکشنبه د اپرېل څلورمه د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ وه.
د امریکا د دغه لوړپوړي ډیپلوماټ په ټویټونو کې دا یادونه هم شوې ده چې امریکا له ۱۹۹۳ تر ۲۰۲۰ کاله پورې له افغانستان سره د متعارفه وسلو په لهمنځه وړلو او د ماین پاکۍ لپاره څه باندې ۵۳۷ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې یوازې ۲۰۲۰ کال نږدې ۱،۶۰۰ ملکیان (۱۵۸۲) د ماینونو، ناچاودو مهماتو او د انسانانو په لاس د جوړو ماینونو په چاودنو کې مړه یا ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان په ۱،۶۰۰ کیلومتره مربع ځمکه کې لا هم د ماینونو او ناچاوده مهماتو د موجودیت خطر دی چې د عامو خلکو ژوند ګواښي.