ننګرهار مېشتي سندرغاړي؛ ځینو یې خپل هنر پریښی او ځینې یې کډوال شوي
ننګرهار مېشتي سندرغاړي وایي، له هنر سره یې د خلکو کمې علاقې د دوی کاروبار اغېزمن کړی چې ځينو د خپل هنر پر ځای نورو کسبونو او ځينې نورو یې له ننګرهاره کډوالۍ ته اړ کړي دي.
دوی د دوی له هنر سره د خلکو د علاقې د کموالي لاملونه د خلکو ناچاري، د کار روزګار نشتوالی، ناامني او له رواني پلوه د خلکو ناارامي یادوي.
دوی وایي، اوسني وخت کې یې کاروبار تر دې بریده رسېدلی چې د کورنۍ اړتیاوې خو لا څه ان د کور کرایه هم نه شي پرې پوره کولای.
۵۸ کلن شیرین اغا خالقیار یوازې ۳۶ کاله د یوه محلي هنرمند په توګه په محفلونو کې سندرې ویلي دي.
له هنرمندۍ زړه ماتی شیرین اغا وایي، کله-ناکله یې زړه لکه د ده د ځينو نورو ملګرو په څېر د کوم بل کار او کسب هوس پر سر اخلي، خو په خبره یې توان یې نه لري.
شیرین اغا زیاتوي، د ډیموکراسۍ د دې وروستیو دوو لسیزو لومړۍ هغه یې د دوی لپاره بختوره وه چې اوونۍ کې به دوه یا درې د خوښۍ داسې محفلونه کېدل چې ده به په کې سندرې ویلي او خلکو به پیسې ورکولې، خو په وینا یې، اوس په ټوله میاشت کې هم دوه داسې محفلونه نه لري چې چاره یې پرې وشي.
دی وايي: "نو دې سره چې موږ بل کاروبار ونه کړو، زموږ ډېر هنرمندان دي چې غریبان دي خو اوس هغوی لاس ګاډی چلوي او څوک بل کار، مقصد د ډونر په شکل چې بل کاروبار ونه کړو، دا هنر مو ستونزې نه شي حلولی."
۲۵کلن قرار دلسوز په اصل کې د لغمان اوسېدونکی خو له څو کلونو راهیسې په جلال اباد ښار کې اوسېږي او همدلته یې د هنر خاپوړې کړي دي.
دلسوز وایي، پخوا به په ننګرهار ور هاخوا نورو ولایتونو او لېرې پرتو سیمو ته د خوښۍ محفلونو ته تلل، خو اوس چې د خلکو کاروبارونه پیکه او د ناامنۍ وېره خپره ده، نو له کبله یې د جلال اباد د څلورو دروازو دننه د دغه ښار د خوښیو محفلونو ته ناست او سترګې پر لاره دي.
دلسوز د خپل یوه جوړه مار دوست سندرغاړي کیسه کوي چې ګوندې د خپلې مجبورۍ او بې وسۍ ورځې له امله یې له سندرو لاره بېله او اوس په ښار کې رکشا چلوي: "زموږ ملګری شمس ښه سندرغاړی و، کور یې پچیر کې دی، دومره امکانات یې نه درلودل چې ښار کې یې یو کور نیولی وای، نو بېچاره ځانته اوس یوه رکشا اخېستې او لګیا دی کار کوي، موږ هم دغو څلورو دروازو کې بند پاتې یوو، هنرمندان ډېر او ودونه لږ دي."
ننګرهار مېشتې سندرغاړي په داسې حال کې د خپل مسلک او کاروباره ناراضه او اندېښمن دي چې دې وروستیو کې په ننګرهار په ځانګړي ډول جلال اباد ښار کې ناامنیو خلک په روحي لحاظ ناارامه کړي او هڅه کوي چې د خپلو خوښیو اظهار په داسې شکل وکړي چې د نورو د ناارامیو لامل نه شي.
د جلال اباد د ښاریانو په باور، وروستیو ناارامیو د دغه ښار لږ تر لږه هره کوڅه د یوه نه یوه درد او غم په ویر غمجنه کړي چې له کبله یې په ودونو او د خوښیو په نورو مراسمو کې په لوړ غږ د سرودونو غږولو ته څوک زړه نه ښه کوي، کومو چې د سندرغاړو زړونه او کاروبار اغېزمن او اندېښمن کړی.
په ننګرهار کې د هنرمندانو ټولنې مشر کمین ګل وایي، سندرغاړي چې ژوند یې ورځ په ورځ مخ په خرابېدو دی، باید په کوردننه او بهر سوداګر، شتمن خلک او هنرمندان او د دوی ټولنې د تنګسې په وخت کې د خپلو هنرمندانو لاس نیوی وکړي.
دی وايي: "له دوی سره مرسته پکار ده، موږ پر خپلو تجارانو غږ کوو چې خپل هنرمندان ونازوي، په خارج کې زموږ افغانان پراته دي، لکه ناروې، همداسې جرمني، کاناډا، امریکا او نورو ځایونو کې ټولنې لري، دوی دې خپل هنرمندان ونازوي، د دولت له خوا یوه مرسته ورسره وکړئ."
د یادونې وړ ده چې د ناامنیو، بې کاریو او د خلکو د اقتصادي کچې د ټیټوالي ترڅنګ سیارې سندرې او موزیکونه چې په 'سي ډيٰ او 'ډي جي' سېسټم کې عیار شوي او په نسبي ارزانه ډول په کرایه ورکول کېږي، هم د سندرغاړو د کاروبار د خرابوالی یو عمده لامل شوی دی.