د فوټبال لیګ؛ جوانان واحدي کندز له 'خراسان فاریاب' سره لوبیږي
![د فوټبال لیګ؛ جوانان واحدي کندز له 'خراسان فاریاب' سره لوبیږي](https://gdb.rferl.org/02128c1f-c8a7-44db-83e0-c789cdad60dd_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټبال د اتلانو غوره لیګ په اتمه سیالۍ کې نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) جوانان واحدي کندز له خراسان فاریاب سره د لوبې ډګر ته وځي.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز مشهوف وايي، د دې لیګ لومړۍ پړاو شپږ لوبې په کابل کې پای ته ورسېدې او د دوهم پړاو لوبې اوس مهال په بلخ ولایت کې دوام لري.
د هغه په خبره، له بلخ وروسته درېیم پړاو لوبې به په هرات کې د شپږو لوبډولو ترمنځ ترسره شي.
د افغانستاند د فوټبال فدارسیون د معلوماتو له مخې دغه لیګ د مارچ میاشتې په ۲۴ مه پیل شوی او د اپریل میاشتې تر ۱۲ مې به دوام وکړي.