پاکستان کې د ټیکټاک اپلېکېشن پر کارولو بندیز لیرې شو
![پاکستان کې د ټیکټاک اپلېکېشن پر کارولو بندیز لیرې شو](https://gdb.rferl.org/3350ab08-ded0-4a8e-9cb5-5c1cc91bf4d0_w800_h450.jpg)
د پاکستان چارواکو د ټیکټاک اپلېکېشن پر کارولو بندیز لیرې کړ.
دغه چینایي اپلېکېشن له دې کبله په پاکستان کې منع شوی وو چې د چارواکو په خبره ناسم مطالب پهکې خپرېدل.
په پېښور کې یوې محکمې نن د دغه ممنوعیت د لیرې کېدو اعلان وکړ او د رسنیو د تنظیم ادارې تهیې سپارښتنه وکړه چې په ټیکټاک کې د غیر اخلاقي موادو د نهخپرېدو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
د پاکستان د مخابراتو ادارې یوه وکیل جهان زېب محسود وویل چې د ټیکټاک شرکت ډاډ ورکړی چې مطالب به فلتر کوي.
سره له دې چې ټیکټاک په ټوله نړۍ کې ځوانان مینهوال لري ، خو د دغه اپلېکېشن په اړه ارزونې هم په ډېرېدو دي.