تندر قول اردو: د وژل شوي درستیزوال فرید فیاض غچ به اخلو
![تندر قول اردو: د وژل شوي درستیزوال فرید فیاض غچ به اخلو](https://gdb.rferl.org/8fce852f-13e5-4bd5-ab92-f81134f54ebd_cx8_cy12_cw61_w800_h450.jpg)
د ملي اردو تندر قول اردو د خپل یوه درستیزوال د قاتلانو د مجازاتو خبرداری ورکړ.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د دوهمې سرحدي لوا درستیزوال، ډګروال فریدون فیاض چې پرون چهارشنبې (د وري ۱۱مه) له کابله پکتیا ته پر لار و په لوګر کې د وسله وال برید له کبله ووژل شو.
د تندر قل اردو ویاند ایمل خان مهمند تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې د دوی ځواکونه به د پېښې غچ واخلي: "ډاډ ورکوو او ژمنه کوو چې د خپل همسنګري شهید ورور د وژنې عاملین به د خپلو اعمالو په سزا ورسوو، زموږ ځواکونه به عاملینو ته سخته سزا ورکړي او د دې پیښې غچ به ترې واخلي."
د دې حملې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د لوګر د خضر په سیمه کې چې دا پيښه شوې، طالبان فعالیت لري.