د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ کندهار کې د کرکټ سیالۍ کېږي
د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) په کندهار کې د کرکټ ۲۰ اووره مسابقه کېږي.
د کرکټ بورډ په خبره په دې مسابقه کې د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړي په دوو لوبډلو کې سره مخامخېږي.
د دې بورډ ویاند فرید هوتک نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل: "د کرکټ د اتلانو له لوري په لوی کندهار کې نن د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ یوه شل اووریزه لوبه کېږي. د ویلو ده چې د لوبو دغه لړۍ له کابله پیل شوه او تر کندهاره راورسېده."
د کرکټ بورډ په خبره په راتلونکي کې به دغه لوبې په نورو ولایتونو کې هم وشي.