چارواکي: جلال اباد کې ناپېژاندو وسله والو یوه ښځه وژلې
![چارواکي: جلال اباد کې ناپېژاندو وسله والو یوه ښځه وژلې](https://gdb.rferl.org/2470A276-AE57-4EA2-8B18-42B86EA03E37_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله والو یوه ښځه په ډزو وژلې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید ازادي راډیو ته تایید کړه چې نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) سهار شااوخوا ۷ بجې ناپېژاندو وسله والو د جلال اباد ښار څلورمې حوزې مربوطاتو کې يوه ښځه په ډزو وژلې ده.
فرید خان که څه هم د وژل شوې ښځې د هویت په اړه څه ونه ویل خو وایي، د پېښې په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیولي او تر څېړنو لاندې دي.
دا په روانه اوونۍ کې پر ښخو دوهم برید دی چې په جلال اباد کې ترسره کېږي.
وړمه ورځ هم په دوو جلا جلا وسله والو بریدونو کې د پولیو واکسین درې ښځینه کارکوونکې وژل شوې وې.
تراوسه د دغو پېښو مسولیت چا نه دی منلی.