هرات چارواکي: شینډنډ کې د طالبانو برید دوه سرتیري وژلي
![هرات چارواکي: شینډنډ کې د طالبانو برید دوه سرتیري وژلي](https://gdb.rferl.org/C9D30EAD-42E1-4B39-9D70-061CA6B5F8FE_w800_h450.jpg)
د هرات چارواکي تېره شپه پر شینډنډ ولسوالۍ د طالبانو په یوه برید کې د دوو سرتیرو د وژلو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د هرات والي عبدالوحید قتالي تیره شپه ناوخته خبریالانو ته وویل، دوه سرتیري په هغه موټر بم چاودنه کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي چې د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ او د ملي امنیت د ودانیو ترمنځ وشوه.
د هرات والي وویل، سیمې ته د نویو ځانګړو ځواکونو په رسېدو سره برید کوونکي په شا وتمبول شول او د ولسوالۍ بشپړ امنیت خوندي شوی دی.
خو یوې بلې امنیتي سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې له موټر بم چاودنې وروسته په لسګونو وسله والو پر دغو دواړو ودانیو حمله وکړه چې د شپې تر دولس نیمو بجو روانه وه.
دغې سرچینې دغه راز ویلي چې دغو نښتو کې هم افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات رسیدلي، خو تر اوسه یې دقیق ارقام نه دي معلوم.
چارواکو په دغه برید کې وسله والو طالبانو ته د احتمالي اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.