قادري د حکومت خلاف ملک ګیر تحریک چلوي
پاکستان عوامي تحريک د مسلم ليګ ن حکومت ختمولو لپاره په ټول ملک کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.
پاکستان عوامي تحريک د مسلم ليګ ن حکومت ختمولو لپاره په ټول ملک کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.
د پاکستان پخوانې وزيراعظم نوازشريف احتساب عدالت ته وړاندې کېدو ورستو مطبوعاتو ته ويلي دي چې د تېرو څلور نيمو کالو نه تحريکونو سره مخ دي او هيڅ چاته به اجازه ورنکړي چې خپله خوښه پرې ومني.
په کوټه کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ودانۍ ته نېږدې له جي پي او چوک سره نېږدې چادونه شوې چې پکې د ورستیو مالوتو له مخې څلور پولیس سرتېری او د ولسي وګړي وژل شوي او اوولس تنه نور چې په هغوی کې هم ډېری پولیس سرتېري دي ژوبل دي.
په کوټه کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ودانۍ ته نېږدې له جي پي او چوک سره نېږدې چادونه شوې چې پکې د ورستیو مالوتو له مخې څلور پولیس سرتېری او د ولسي وګړي وژل شوي او اوولس تنه نور چې په هغوی کې هم ډېری پولیس سرتېري دي ژوبل دي.
د روسیې په مخاچکلا کې هغه ډرایور ته د حج لپاره پېسې راټولې کړل شوې چې په خپل بس کې هره جمعه مسافر وړیا وړي. عبدالمجید چوپالیېف دا خیراتي کار دوه کاله وړاندې پیل کړې دي. جوړونکې: انیسه اجمل
د بلوچستان اعلا وزیر ثناالله زهري له استعفا سره د هغه څوکۍ اوس خالي کړل شوه او دا لا نه ده جوته چې څوک به د هغه ځای نیسي.
د ملاکنډ تاڼې سيمې بلال خان بلال په اسلام اباد کې د اهنګ کدې په نوم د موسيقۍ د زده کړو اکاډمي پرانستې چې پکې به د رباب، تبلې، ګیټار، پيانو، سیتار او انځورګرۍ هنرونه ښودل کېږي. بلال وايي چې خپل شوق يې له رباب سره دی خو دا اکاډمي يواځې د رباب پورې محدود نه ده او دا يې يو ارمان هم وو چې خپل زده کړی فن نورو ته ورسوي. د محمد عمران ویډيو راپور
د یکه غونډ نهر تر غاړې میشت افغان کډوال وایي چې حکومت دې دغه نهر پاک کړي ځکه چې له کورونو سره یې ځای پر ځای اوبه ډنډ ولاړې دي او نه یوازې کورونو ته یې خطر راڅېرمه کړۍ بلکې ناروغي ترې خورېږي. نن د افغان کډوالو او د ترکزیو قبیلې یوه ګډه جرګه هم وشوه، چې پکې دا هم وویل شول چې د نهر بندښت له وجې له یکه غونډه تر دامان سیمې پورې تر یو زرو جریبو زیاته ځمکه هم شاړه شوې ده. شاهنواز ترکزي یې ویډيو کښلې
د ننګرهار چارواکو هغه درې تنه غله د دوشنبې په ورځ د رسنيو په دفتر کې خبريالانو ته وښودل چې کابو دوه اوونۍ وړاندې يې په صرافه بازار کې د یوه صراف په دوکان ډاکه اچولې چې د مزاحمت په صورت کې يې صرافان په ډزو ویشتلي و چې یو تن په کې وژل شوی و او د درې مېرمنو په ګډون په کې څلور تنه ټپیان شوي وو.
په بنو ښار کې د تجاوزاتو پرضد انتظامي چارواکو پر سړکونو، کوڅو ته بهر وتلي غیر قانوني ودانیو او دکانونو د ړنګولو لړۍ پیل کړې ده. په دې اړه د عمر دراز وزیر ويډیويي رپورټ وګورئ.
په کندهار کې د ماهیانو د خصوصي فارمونو شمېر په تېرو دوو کلونو کې له ۹۲ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شوی چې ۲۵۰۰ کسانو ته د ګټې او کاروبار ښه فرصتونه برابر شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.