کوټه: صوبايي اسمبلۍ ته جوخت چادونې شپږ تنه وژلي ګڼ ژوبل
![کوټه: صوبايي اسمبلۍ ته جوخت چادونې شپږ تنه وژلي ګڼ ژوبل](https://gdb.rferl.org/A51AF5BD-3606-4EB1-B38B-AA6025CC0300_w800_h450.jpg)
په کوټه کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ودانۍ ته نېږدې له جي پي او چوک سره نېږدې چادونه شوې چې پکې د ورستیو مالوتو له مخې څلور پولیس سرتېری او د ولسي وګړي وژل شوي او اوولس تنه نور چې په هغوی کې هم ډېری پولیس سرتېري دي ژوبل دي.