Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2024

بینېټ ته باوري سرچینو د طالبانو زندانونو کې پر ښځو د جنسي تېریو او ځورونو شاهدي ورکړې

0
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وايي، یو شمېر باوري سرچینو ورته د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي ځورونو او جنسي تېریو شاهدي ورکړې ده.


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ویلي، په افغانستان کې د روان زېږدیز کال په سر کې د طالبانو له لوري د اجباري حجاب پر وړاندې په لاریونو کې، معترضې ښځې ځپل شوي او یو شمېر یې د پولیسو مرکزونو ته وړل شوي او هلته له لفظي، فزیکي او جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.




د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، ماشومانو او لږکیو د بشري حقونو خرابېدونکی وضعیت په اړه د بینېټ په دغه تازه راپور کې چې پرون دوشنبه د اکټوبر په ۲۸مه خپور شوی د ځینو باوري سرچینو په حواله د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي ځورونې او تېریو خبره هم شوې ده.




د راپور پر بنسټ ریچارډ بینېټ ته یوې زنداني شوې مېرمنې ویلي: "هغوی زه د پوښتنو پر مهال ووهلم، زما سر یې په دېوال وواهه چې مات شو، یو یې له مانه حجاب وغورځاوه او زما شرمګاه ته یې لاس راوړو."


په راپور کې چې یو شمېر زنداني مېرمنو ورته ویلي، سره له دې چې پر دوی د طالبانو په زندانونو کې جنسي تېري هم نه دی شوي، خو په ټولنه او کورنۍ کې ورته په کرکه کتل کېږي.


ریچارډ بینېټ ویلي چې د خپل راپور موندنې به د راروانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وړاندې کړي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله د ریچارډ بینېټ د دغه نوي راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې د روان کال په اګست میاشت کې افغانستان ته د ریچارډ بینېټ په ورتلو بندیز ولګاوه.




د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بینېټ د ده په خبره د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده په غاړه درلوده، په پروپاګند بوخت و او یوه ډېره وړه مسئله یې لویوله.


خو یو شمېر مېرمنې چې د طالبانو په زندانونو کې یې د بند موده تېره کړې، ازادي راډيو ته وویل چې له سختو شکنجو سره مخ شوي دي.


دوی که څه هم وايي، جنسي نه دي ځورول شوي، خو ادعا کوي چې دغه ډول کیسې یې اورېدلي دي.




رقیه ساعي چې څه موده مخکې د طالبانو له زندانه راخوشې شوې، ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو په زندانونو کې هېڅ ډول خصوصي حریم نه‌شته، په ځانګړی ډول د ښځو لپاره. هغه څه چې ما د دوه ځل زندان پر مهال تجربه کړل، سپکاوی، تحقیر، غیرانساني سلوک، د اعتراف اخیستلو لپاره سختې روحي او جسمي شکنجې وې، خو ما له خپل ځانه د دفاع حق نه درلود، له کورنۍ سره د لیدلو او د وکیل حق مې نه درلود."


د ښځو د حقونو فعاله او معترضه مېرمن نرګس سادات، چې دې هم د طالبانو زندان تجربه کړې، ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "دوی بېلابېلې شکنجې راکولې، لکه برقي شاټونه، د یخو اوبو راخوشې کول، وهل ټکول، خوب ته نه پرېښودل، داسې برق به یې راته سترګو ته اچوه چې ډېر تېز و، زه یې په داسې یوه خونه کې اچولې وم چې نم ناکه وه او ډېره وېرونکي او آن اکسیجن په کې کم و."


د ښځو د حقونو دا فعالانې وايي، اوسمهال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه اوج ته رسېدلې ده.


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینېټ په راپور کې هم راغلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو د درېیو کلونو په تېرېدو، د بشري حقونو نړیوالو منشورونو ته د درناوي په اړه د طالبانو د لومړنیو ادعاوو برعکس جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي دي.




ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د ښځو وضعیت د جنسیتي توپیر بېلګه بللې او په راپور کې راغلي چې دغه اصطلاح د طالبانو بنسټیز او ایډیالوژیک ماهیت په ښه توګه څرګندوي.


په راپور کې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر نوي قانون د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لا پسې زیاته کړې ده.


نوموړي ويلي، اوسمهال په افغانستان کې د ښځو ترمنځ د ژور خفګان، وېرې، ځانته‌والي او ان د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي دي.


د ریچارډ بینېټ د نوي راپور له مخې، څرګنده ده چې طالب چارواکي د نجونو او ښځو په مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو یا پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لږ یا هېڅ اراده نه لري.




راپور کې دا ویل شوي، د طالبانو له چارواکو د حساب کتاب غوښتلو په برخه کې ناغېړي به نه یواځې له سزا د معافیت مسئله پياوړې کړي، بلکې احتمالاً طالبان به لا وهڅوي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو له لوري په پراخه بشري سرغړونو تورن شوی دی، خو طالبانو په وار وار دغه ډول راپورونه رد کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net