اسراییلو نن د لبنان په جنوب کې د هغه هوايي برید له کبله بخښنه وغوښته چې په نتیجه کې یې درې لبناني سرتېري ووژل شول.
د اسراییل پوځ وايي، د لبنان د پوځ پر ضد جګړه نه کوي، خو عسکرو یې داسې انګېرله چې د ایران پلوې حزبالله ډلې د وسلهوالو کوم موټر یې په نښه کړی دی.
د اسراییلو په برید کې د حزبالله د یوې اړوندې مالي ادارې له لسو ډېرې څانګې هم په نښه شوې دي.
اسراییلي چارواکي وايي چې په دې مالي اداره کې ډېرو عامو خلکو هم خپلې د سپما پیسې ساتلې.
په داسې حال کې چې د حماس ډلې د مشر یحیی سنوار وژنې ټول... Читать дальше...
د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال اسیايي سیالیو د لارموندنې په پړاو کې افغانستان د فیلیپین لوبډلې ته ۸ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
دغه سیالي د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۱مه نېټه د کمبودیا په کوربتوب ترسره شوه.
د فوټبال اسیايي سیالیو د لارموندنې په پړاو کې افغانستان په سربېره، له کمبودیا، بنګله دېش او ماکایو سره هم سیالۍ لري.
د فیلیپين پر وړاندې لوبه کې د افغانستان ۱۷ کلنو ځوانانو لپاره وارث شېرزي او ارش احمدي دوه ـ دوه او نوید محبوبي، یاسر ساپي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري یو ـ یو ګول وواهه.
د... Читать дальше...
د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې د کابل پر هوايي ډګر یې راکټي برید کړی دی.
دې جبهې ویلي چې د هوايي ډګر پر نظامي برخه یې برید کړی او طالبانو ته یې د سرومال درانه تاوانونه اړولي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دې عملیاتو لس دقیقې دوام درلود.
نن په روغتیا او درملنه کې په ښځو کې د سینې پر سرطان غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اکتوبر میاشت په دې اړه اګهۍ ته ځانګړې کوي. سازمانونه او روغتیاپالان وايي چې په پاکستان او افغانستان کې هر کال په زرګونو ښځې د سینې له سرطانه مري. دوی وايي، د سینې سرطان بشپړ علاج لري خو د دې لپاره وختي تشخیص مهم دی. روغتیاپالان وايي چې ښځې باید هره میاشت خپله معاینه وکړي چې له دې مرګونې ناروغۍ ځان وژغورلای شي. په خپرونه کې له ډاکترې رخسانې کاسۍ سره غږېدلي یو. بشپړه خپرونه واورئ.
په فرانکفورت کې د کتاب پنځه ورځني نندارتون کې سلو هېوادونو برخه اخیستې چې د افغانستان د پښتو او دري ژبې اثار هم په یوه غرفه کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون د تلې یا میزان میاشتې په ۲۵مه پیل شوی و چې تېره ورځ پای ته ورسېد.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د سوداګرو ټولنې د "امن پاڅون" په نوم لاریون کړی چې پکې په زرګونه کسانو برخه واخیسته. د اکتوبر ۲۱مې په احتجاج کې د ګوندونو او ولسي تحریکونو او مدني ټولنو غړي شامل ول. په بنو کې د سږ کال په جولای کې خلکو د ناامنۍ ضد پرلت وهلی وو چې وروسته وزیراعلا علي امین ګنډه پوره ورته ورغی او خلکو ته یې په سیمه کې د امنیت ډاډ ورکړ چې ورسره ناسته پای ته ورسېده. تر دې وروسته په سېپټېمبر کې پولیسو هم د ناامنۍ ضد احتجاج وکړ چې تر څو ورځو روان وو. احتجاجیان وايي چې حکومت د امنیت ژمنه کړې خو عملي کړې یې نه ده. Читать дальше...
د هرکل په نوم د ګولېن خطبو خپروونکې ووبپاڼې او ګڼو سرچینو چې پکې د ترکیې حکومت، سي اېن اېن ترک او په جرمني کې د ګولېن له غورځنګ سره تړلي سازمان – د مکالمې او تعلیم بنسټ – د اکتوبر پر ۲۱مه تایید کړه چې نوموړی یوه ورځ مخکې مړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کمېټۍ غړو او مدني فعالانو د اکتوبر ۲۰مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کوله، خو پولیسو یې مخه ونیوله او ګڼ احتجاجیان یې ونیول.
د طالبانو د حکومت لهخوا پر افغان نجونو او ښځو بېلابېلو لګول شویو محدودیتونو یو شمېر افغان سندرغاړي دې اړ کړي چې ځانګړې سندرې ووايي او د خپل هنر په ژبه ورته حق غوښتنه وکړي.
زمونږ همکار اکرامالله اکرام له څو تنو دې سندرغاړو سره خبرې کړي او دا راپور یې پرې چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د طالبانو حکومتي ویاند ویلي دي چې "ځانګړو ځواکونو" یې د هغو وسلوالو پرضد له "تېرې یوې اونۍ" راهیسې عملیات پیل کړي ول. دی وايي، د طالبانو سرتېرو د اکتوبر پر ۲۰مه د غور په مرکز پورې په تړلې سیمه مارکو کې د داعش د خراسان څانګې پر پټنځي عملیات وکړل چې پکې د ډلې "مشر او يو بل مهم کس ووژل" شول.
فتحالله ګولن ته نژدې خواله رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا سخت مخالف روحاني په امریکا کې وفات شوی دی.
راپورونه ښیي چې ګولن د یکشنبې په ورځ په امریکا کې په یو روغتون کې وفات شوی دی.
دا مذهبي خطیب او د اخلاقي او دیني علومو ښوونکی په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې اوسېده.
"هرکول" وېبپاڼې، چې د ګولن له خوځښت سره نژدې اړیکې لري، د نوموړي د مړینې خبر ورکړ.
ګولن چې په ترکیه کې د ارزروم په سیمه کې زیږېدلی و، د وفات پر وخت ۸۳ کلن و.
په ترکیه کې ځینو رسنیو... Читать дальше...
په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو په دوام کې پرون په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد یو چارواکی د نامعلومو وسلهوالو په ډزو ووژل شو.
پاکستاني رسنیو نن وویل چې شیرعلي ماښام مهال په بنو کې خپل کور ته روان و چې وسلهوالو پرې ډزې وکړې.
په دې پېښه کې د دغه چارواکي دوه نژدې خپلوان ټپیان شوي دي.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو عموماً ټيټيپي بریدونه کوي.
دا په روان اکټوبر میاشت کې په بنو کې پر پولیسو او امنیتي کسانو درېیم برید دی.
په تېرو دوو بریدونو کې ۶ پولیس وژل شوي دي.
د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق وروسته وویل چې د مسودې په حق کې ۲۲۵ او په مخالفت کې یې ۱۲ رایې کارول شوې دي. د تحریک انصاف او سني اتحاد شورا غړو د مسودې په مخالفت کې ووټ واچاوه.
د سویډن په پلازمېنه سټاکولم (سټاکهوم هم بلل کېږي) کې یو داسې میوزیم جوړ شوی چې د خلکو نظر غولوي. هغه میوزیم نه یوازې خلکو ته د ساعت تېرۍ فرصت برابروي بلکې مختلفو شیانو ته یې فکر او تر شا یې پر ساینسي لاملونو پوهېدو ته هم هڅوي. که غواړئ چې پوه شئ نو د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په تخار ولایت کې یو سړی او یوه ښځه د زنا په تور په درو وهل شوي دي.
معلومه نه ده چې د دغو کسانو جرم چا ثابت کړی او یا یې په اړه کافي شواهد موجود دي که څنګه.
د طالبانو سترې محکمې په خپل بیان کې یکشنبه ویلي چې دا ښځه او سړی په عام محضر کې هر یو ۳۹ دُرې وهل شوي.
له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ کې واک ته ورسېدل، د دوی حکومت د ښځو په ګډون ډیری خلک د بېلابېلو دلایلو له امله په درو وهلي دي.
ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو دغه سزاوې غندلي او د هغوی د بندولو غوښتنه... Читать дальше...
د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یکشنبه ماښام دوه راکټونه لګېدلي دي.
د طالبانو د حکومت یوې معتبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته تایید کړه چې یکشنبه ماښام دا دوه راکټونه هوایي ډګر ته څېرمه په غره لګېدلي دي.
سرچینه زیاتوي چې چاته په دې برید کې مرګژوبله نه ده اوښتې.
اخوا په خواله رسنیو کې د دې برید اړوند ویډیوګانې هم لاس په لاس کېږي چې پکې د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېږي.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
تېر کال هم د کابل پر هوايي ډګر درې راکټونه لګېدلي وو چې له امله يې درې کسان ټپيان شوي وو.
د طالبانو حکومت ویلي، د داعش خراسان ډلې هغه ګروپ یې له منځه وړی چې په غور کې یې شاوخوا شلو تنو شیعه افغانانو ته مرګژوبله اړولې وه.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د داعش خراسان ډلې دوه جګپوړي قومندانان د یکشنبې په ورځ په غور کې د طالبانو د خاصو ځواکونو لهخوا وژل شوي دي.
له دې سیمې طالبانو یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
مجاهد ویلي، د داعش دا وژل شوي قومندانان د هغه ګروپ اړوند وو چې د سپټمبر په ۱۲مه یې په غور کې شیعه افغانان په نښه کړي وو.
په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي وو او ۶ نور ټپيان وو. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net