Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2024

پکتيا کې کتاب‌پلورنځيو ته د طالبانو له لوري د "ممنوعه" کتابونو د نه پلور امر شوی

0
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا د هغو کتابونو د راټولولو په دوام چې، دوی یې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بولي، تازه پکتیا کې هم د کتاب خپرولو موسسو او پلورنځيو مسوولينو ته امر شوی، چې د داشان کتابونو له خپرولو او پلورلو ډډه وکړي.


 




د طالبانو ځايي چارواکو له‌‌خوا د کتاب خپرولو موسسو او پلورنځيو مسوولينو ته امر شوی، د هغو کتابونو له خپرولو او پلورلو ډډه وکړي چې د دوی په خبره، اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره په ټکر کې دي.


په هغه خپرپاڼه کې چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ (د لړم اوومه) په خپله ایکس‌‌پاڼه خپره کړې راغلي چې، د پکتيا د اطلاعاتو فرهنګ رييس مولوي ثواب جان اسلام‌يار یادو مسوولینو سره په لیدنه کې ويلي، د دوی همکاري ورسره ډېره مهمه ده او په بدل کې به یې بدیل کتابونه ورکړل شي.


خو په دغه ولایت کې يوشمېر کتاب پلورونکي وايي، په‌داسې حال کې چې پخوانی کاروبار یې نه‌دی پاتې، دا اقدام به لا منفي اغېز پرې وکړي او لوستونکي به یې کم شي.


په پکتيا کې د يو کتاب پلورنځي خاوند چې د ځان او کتاب پلورنځي نوم نه په ډاګه کوي، ازادي راډيو ته يې وويل: "د هر دولت خپله پاليسي وي چې کوم کتابونه پرېږدي او کوم ټول کړي، خو زيان يې صرف موږ ته رسېږي، تر اوسه فقط موږ ته لارښوونه شوې، خو کوم رسمي مکتوب نه‌دى راغلى، خو دا کار به زموږ پر کار ډېر اغېز وکړي او نيم په نيمه به زموږ کاروبار خراب کړي."


یوشمېر کتاب پلورونکو چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه‌غوښتل نوم او غږ یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته سره په خبرو کې یې ادعا وکړه، چې دوی ته دا هم ویل شوي، هغه کتابونه چې په اروپايي هېوادونو کې چاپ او خپاره شوي دغه‌شان ازاد او خپلواک ذهن ته ترويج ورکوي ونه‌پلورل شي.




دا په‌داسې حال کې ده چې په کابل کې یوشمېر خپرندویه ټولنو د لړم پر درېيمه ازادي راډيو ته ويلي و، د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د ممنوعه کتابونو پر ځای دوی ته داسې بدیل ورکوي چې د دوی په زیان دی.




د طالبانو حکومت بیا مخکې ویلي و، د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې قرانکریمونه او تفسیرونه دوکاندارانو ته سپارل کېږي، چې دا لړۍ په پلازمېنه کابل کې پيل شوې او ژر به د ولایتونو پر لور وغځیږي.


د یادونې ده، چې دا طالبانو حکومت له‌‌خوا د دوی په خبره د ممنوعه کتابونو د راټولولو بهیر د پلازمېنې کابل په ګډون په یو‌شمېر ولایتونو کې هم عملي شوی دی.


افغان ليکوالان له‌دې ډلې محب زغم په‌دې باور دی چې، هيڅ کتاب د بل کتاب بديل نه‌شي کېدى او زیاتوي چې دا کړنې به په افغانستان کې د کتاب لوستلو او خپرولو فرهنګ وځپي.


نوموړی وايي: "د دوى تګ‌لاره ډېره کُلي ده، دوى وايي چې پردي کلتور کتابونه ټولوي، د اسلامي ارزښتونو خلاف کتابونه ټولوي، څه چې دوى غواړي تعريف شوي."




ښاغلی زغم زیاتوي، د دې کار لوی زيان کتاب پلورونکو ته رسېږي، ځکه په خبره یې هغه کتابونه چې ټولېږي ډېر قيمتي دي او پر ځاى يې د بیې له لحاظه ارزانه کتابونه ورته ورکول کېږي.


مخکې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي وو، تر اوسه یې د راټولېدو لپاره ۴۰۰ بېلابېل عنوانه کتابونه ثبت کړي، چې د دوی د ادعا له‌مخې د دوی د ايډیالوژۍ، عقیدې، د اسلام او افغانیت ضد و.


د یاد وزارت چارواکو دا هم ويلي وو ، دوی به راتلونکي کې د دغو کتابونو لېست له رسنیو او خپرونکو سره شریک کړي او دا چاره به ټول افغانستان کې ترسره شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net