Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2024

ايران سره پر پوله پر ګڼ‌شمېر افغان وګړو د ډزو راپورونه؛ رسنۍ: يوشمېر ټپيان نيمروز ته لېږدول شوي

0
حال وش خبري اژانس ادعا کړې چې، شپږ ټپيان او لسګونو افغان کډوال چې د کلګان پر پوله د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا پر وروستۍ پېښه کې تر برید لاندې راغلي وو، نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.


د نږدې دوه اوونيو په تېرېدو سره د طالبانو حکومت له‌خوا ټاکل شوي پلاوي تر اوسه ايران سره پر پوله د ګڼ‌شمېر افغان کډوالو د وژنې او ټپي کېدو په اړه د راپورونو د څېړلو پايلې نه‌دي اعلان کړي.


خو د حال وش په نوم د بشري حقونو خپرونې چې د سیستان-بلوچستان اړوند خبرونه خپروي، تازه د افغان کډوالو یوشمېر ویډیوګانې خپرې کړې دي، چې په‌کې ادعا شوې چې شپږ ټپيان د کلګان پر پوله د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا د وروستي برید پر مهال ټپیان شوي وو، د نیمروز ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.


د حال وش په راپور کې ویل شوي، د دې پېښې ټپيان د نیمروز په روغتون کې بستر شوي دي.


د حال وش د سرچینو په حواله ویلي، د ټپیانو د لېږدولو سره هم‌مهاله، لسګونه افغان کډوال د یک‌شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د پاکستاني پوځ له‌خوا نیمروز ته منتقل شوي دي.




د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د هغه پلاوي د کار د پایلو په اړه چې د اکتوبر په ۱۷مه د دغې پېښې د څېړلو لپاره ټاکل شوى و، د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت سفير د يادې پېښې په تأييد سره ويلي، چې تر اوسه د دوی څېړنې روانې دي.


سردار احمد شکيب د سه‌شنبه په ورځ د يوې غونډې په پای کې چې اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه، خبريالانو ته وويل: "له بده‌مرغه يوه پېښه چې د ايران او پاکستان ترمنځ پوله باندې رامنځته شوې، يوشمېر افغانان په‌کې شهيدان او يوشمېر نور ټپيان شوي دي، يوه ډېره غمجنه پېښه وه، زموږ حکومت د ايران له حکومت سره په‌دې اړه په جريان کې دی، چې دا پېښه ولې، څه وخت او د څه له امله رامنځته شوې؟ ترڅو حقيقت معلوم شي."


په هغو ویډیوګانو کې چې حال وش خپرې کړي، یوشمېر افغان کډوال ادعا کوي چې سلګونه افغان کډوال د ایران له پولې څخه د اوښتو پر مهال د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا تر برید لاندې راغلي.


د دې ویډیوګانو د ثبت دقیق وخت او ځای نه‌دی معلوم او ازادي راډيو هم نه‌شي کولای په خپلواکه توګه دغه ويډيوګانې تایید کړي.




په‌‌دې ویډیوګانو کې بېلابېلو کسانو له لوري ادعاوې شوي دي.


يو کس وايي: "موږ ایران ته روان وو، ۳۰۰ کسان وو، موږ یې په پنځوس کسیزو ګروپونو ووېشلو او پولې ته یې ولېږلو، هلته یې پر پوله پر موږ په مرمیو سخته جګړه وکړه، موږ یې ووهلو، موږ بیا دلته راغلو او پاکستاني ځواکونو موږ سره مرسته وکړه، چې بېرته پخیر خپل ملک ته راشو، بیخي نه‌شو تللی، شاید ټپیان یو."


دغه راز يو بل کس وايي: "موږ ۳۰۰ کسان وو، له‌دې ځایه په ۵۰ -۵۰ کسانو وویشل شو، هلته ولاړو، لاربلدي موږ بوتلو له پولې راوګرځول شوو، کمین سره مخ شوو، په موږ یې ډزې وکړې، ۴ یا ۵ ورځې هلته پاتې شوو، ۱۰ تر ۱۲ کسان ټپیان دي، یوشمېر نور به هم مړه یا ټپیان شوي وي، په‌دې اړه نور نه‌پوهېږم چې نور به څومره وي."




د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه داسې راپورونه خپاره شول چې، د ايران پوله‌ساتو ځواکونو ايران سره پر پوله په لسګونو افغان کډوال چې غوښتل يې د سيستان-بلوچستان ولايت له لارې هېواد ته داخل شي، په ډزو سره وژلي او ټپیان کړي، چې په کور دننه او نړیواله کچه یې پراخ غبرګونه راوپارول.


خو د افغانستان په رسنیزو چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي مرستیال میشام مهدي‌پور د ایران د سرحدي ځواکونو له‌‌خوا د ګڼ‌شمېر افغانانو د وژل کېدو په تړاو ادعاوې رد کړې، خو په خپل ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) یې ولیکل چې افغان کډوال باید هغه هېواد ته له غیر قانوي کډوالۍ ډډه وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net