Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2024

افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين په جوماتونو کې پيل شوی؛ خلک يې بې‌اغېزې بولي

0
د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د نوې دورې له پیل وروسته، یوشمېر افغانان ادعا کوي چې د واکسین کمپاین یوازې تر جوماتونو محدود شوی دی.


 




د دوی له ډلې يوشمېر خلکو د سه‌شنبې د دغه کمپاین په دوهمه ورځ ازادي راډیو ته وویل، واکسیناتوران یې د واکسین د تطبیق لپاره کورونو ته نه‌دي ورغلي.


د کابل ښار یو اوسېدونکي محمد نسیم ازادي راډیو سره خبرو کې د دغه واکسین د تطبیق د څرنګوالي په اړه نیوکه وکړه.


نوموړي وويل: "د برېښنا کوټ له غره څلور پنځه ماشومان راښکته کوو، یوازې زه نه، سپین ږیري او مېرمنې هم خپل ماشومان راولي او واکسین ورته کوي، دا خلکو ته خصوصا ښځو ته یوه ستره ستونزه ده، مخکې ښه و."


د هرات ولایت یو اوسېدونکي نوروز ازادي راډیو ته وویل: "ډېری خلک ارزښت نه ورکوي او د عامه پوهاي کچه یې هم ټيټه ده او په‌‌دې نه‌پوهېږي چې که ماشومانو ته یې د پولیو ضد واکسین و نه‌شي ممکن راتلونکي کې یې ژوند له ګواښ سره مخ کړي، له همدې امله زه د یو وګړي په توګه د دې طرفدار نه یم چې واکسینونه دې (یوازې) په جوماتونو کې وشي، باید د تېر په څېر واکسیناتوران کور په کور وګرځي تر څو هيڅ ماشوم ترې پاتې نه‌شي."


له‌دې وړاندې د پولیو ضد واکسین د تطبیق لپاره واکسیناتوران د جوماتونو تر څنګ د خلکو کورونو ته هم ورتل او هلته به یې تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته واکسین تطبیقاوه.


ملګروملتونو شاوخوا شپږ اوونۍ وړاندې وویل، د طالبانو حکومت کور په کور د پولیو ضد واکسین کمپاین بند کړی دی.




خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت کور په کور د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د کمپاین د بندېدو په اړه هغه مهال خپاره شوي راپورونه رد کړي وو.


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پرته له‌دې چې په‌دې اړه مشخص معلومات ورکړي، د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۸مه یې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د درې ورځني کمپاین د پیل خبر ورکړ.


د دغه وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په یوه استولې ویډیو کې ویلي، چې دا د روان کال په ترڅ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین څلورمه دوره ده او درې ورځې به دوام ولري.


هغه نه‌دي ویلي چې دا ۱۶ ولایتونه کوم دي، خو ویلي یې دي چې تمه ده په‌دې کمپاین کې تر پنځو کلونو کم‌عمره حد اقل ۶.۲ میلیونو ماشومانو ته واکسین وشي.


که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ادعا کړې چې، روان میلادي کال په افغانستان کې د پولیو هيڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د روان کال پر ترڅ کې د پولیو د مثبتو ثبت شویو پېښو شمېر له ٢٠ زیات دى او تېره میاشت په کندهار او هلمند کې یې د ماشومانو د ګوزڼ درې نوې مثبتې پېښې هم ثبت کړي دي.




په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین خدمتونو په برخه کې یو کارکوونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له بده‌مرغه موږ د افغانستان په کچه د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې لرو، ۱۵ پېښې په کندهار کې، ۴ په هلمند کې دي، اکثریت دغه پېښې په همدې دوو ولایتونو کې دي او لامل یې هم همدا دی چې تر ۵ کلنو کم‌عمره ماشومانو ته د واکسین کولو پر وړاندې محدودیتونه شته، که دا (بهیر) نور هم محدود شي او جومات په جومات وشي ډېری ماشومان به له واکسینه پاتې شي."


افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې، تر اوسه په‌کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ریښې نه‌دي ختمې شوي.


د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، روان کال د ماشومانو د چاپیریالي ګوزڼ ۴۱۰ پېښې یې ثبت کړي چې ۷۴ یې په افغانستان او ۳۳۶ یې په ګاونډي پاکسستان کې راپور شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net