د افغانستان الف لوبډله د اسيا ځوانانو د کرکټ اتلولۍ تر ګټلو وروسته کابل ته ورسېده
افغانستان د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اسیا د ځوانانو د کرکټ جام په پای لوبه کې سریلانکا ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
افغانستان له ۲۰۱۳م کال راهیسې د اسیا د ځوانانو د کرکټ په سیالیو کې ګډون کوي.
د اسیا ایمرجېنګ کپ سیالۍ د افغانستان، هند، بنګله دیش، عمان، متحده عرب امارات، هانک کانګ، سریلانکا او پاکستان په ګډون ترسره شوې.
که څه هم ګڼو ټیمونو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړی و، خو د ملي ټیمونو اکثر مهمې څېرې هم په دې لوبو کې شاملې وې.
