Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2024

افغانستان کې د بدل ودونه؛ نجيبه: زه له رضايت پرته د خپل ورور د مېرمنې بدل کې واده شوم

0
په افغانستان کې د بدل ودونو یوشمېر قربانيان خپل له کړاوه ډک ‎ژوند له امله شکایت کوي او وايي، چې له دغه ناوړه دود سره باید جدي مبازره وشي.


 




د بدل واده قربانیان په ځانګړې توګه نجونې، له ذهني فشار او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ کېږي، چې د دوی پر ژوند منفي اغېزې لري.


د میدان وردګو ولایت یوه اوسېدونکې نجیبه وايي، د کورنۍ له لوري په بدل ورکول شوې، چې اوس له کړاو څخه ډک ژوند لري.


نجیبه وايي، دا خو د بدل د واده قرباني شوې، خو له نورو مېندو او پلرونو غوښتنه کوي چې خپلي لوڼې دې په بدل کې نه ورکوي.


هغه وايي: "زه د خپل ورور د مېرمنې په بدل کې واده شوم. زما هيڅ رضایت نه و او ما د دې واده په اړه هيڅ پرېکړه نه درلوده. زما په کور کې له ما سره تل بد چلند کېږي، ځکه د کورنۍ د بل غړي ژوند د دغه واده له امله په ستونزو کې دی."


شبانه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ یو بله اوسېدونکې ده، چې د ازادي راډيو سره په خبرو کې يې وویل، خور يې د پلار د ورور د مېرمنې په بدل واده شوې، خو وايي اوس‌مهال ښه ژوند نه‌لري.


نوموړې وايي: "کله چې زما خور واده شوه، زه پوهېدم چې ژوند به يي اسانه نه وي. د مېړه کورنۍ يي تل ملامتوي، ځکه د هغه د خور واده زموږ کورنۍ ته ستونزې راوړي. زما خور د خپل ژوند لپاره هيڅ اختیار نه‌لري او له ډېرو سختیو سره مخ ده."




د بدل ودونه په افغانستان کې یو ناوړه دود دی چې د یوې نجلۍ په بدل کې د بلې نجلۍ ورکولو ته وايي؛ یعنې یو کس د یوې کورنۍ له یوې نجلۍ سره واده کوي او په بدل کې یې د خپلې کورنۍ یوه نجلۍ د مقابل لوري یوه کس ته په نکاح ورکوي، چې په ځینو مواردو کې د ناوړه پایلو لامل کېږي.




ځوانان هم د بدل له ودونو څخه کړيږي او د پلار او مېندو څخه غوښتنه کوي چې، خپلو زامنو او لوڼو ته دې په بدل کې واده نه ورکوي.


د ارزګان ولایت دوه ځوانانو ازادي راډيو سره په خبرو کې په‌دې اړه خپل نظرونه شريک کړي دي.


د نصير احمد په نوم يو ځوان وايي: "ما هيڅکله نه غوښتل چې په‌دې ډول واده کې برخه واخلم، خو د کورنۍ پرېکړه وه، زما خور د بلې کورنۍ سره په ستونزو کې ده او دا زما لپاره د تل لپاره یو فشار دی چې زه یې برداشت کوم."


دغه راز د ارزګان يو بل ځوان محمود ازادي راډيو ته وويل: "ما غوښتل چې د خپلې خوښې ژوند جوړ کړم، خو زما په سر د بلې کورنۍ د نجونې واده وشو. زما په کور کې هره ستونزه د واده له امله له ما سره تړل کېږي او زما په ژوند یې بد اغېز کړی دی."


ډېری وخت د بدل ودونو تر شا لامل د کورنیو اقتصادي ستونزې وي، چېرې چې ډېر ولور کورنۍ اړ باسي چې د بدلې واده ته غاړه کېږدي، ځکه چې په بدل کې د ولور پر ځای د نجلۍ په بدل کې نجلۍ ورکول کېږي.




د بدل واده دیني عالمان د اسلام له نظره هم ښه نه‌ګڼي.


د یوه خصوصي پوهنتون د شریعاتو د پوهنځي استاد مولوي محمد صابر يي په اړه وايي: "بدل واده، چې په عربي کې یې شغار بولي، د اسلام په دین کې سخت حرام دی. اسلام د هر انسان د حقونو احترام او د نجونو د رضایت اخیستل د نکاح یوه اساسي برخه ګڼي. په‌دې ډول واده کې د نجونو رضایت نه اخیستل کېږي، چې دا د شریعت له اصولو څخه سرغړونه ده. اسلام امر کوي چې نکاح د رضایت او خوشحالۍ پر بنسټ وشي، نه د مجبوري پر بنسټ."


بدل واده، د اسلام د اصولو خلاف عمل دی چې ډېری وخت د کورنیو او ښځو لپاره اوږدمهاله ستونزې رامنځته کوي.


د بدل ودونو قربانیان وايي، دیني عالمان او ټولنیز فعالان باید د دې ډول ناسم دودونو په وړاندې خلک پوه کړي او د واده لپاره د رضایت اصل ته لومړیتوب ورکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net