Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2024

د ايران د بهرنيو چارو وزارت: له افغانستانه د خپلې حق‌ابې اخيستلو په هڅه کې يو

0
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستانه د ایران د حق‌ابې د اخیستلو په هڅه کې دي.


له افغانستانه د حق‌ابې د ترلاسه کولو په اړه د ایراني چارواکو د پرله‌پسې غوښتنو په دوام، تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا اعلان کړی، چې د هلمند له سینده د دغه هېواد بشپړه حق‌ابه له طالبانو اخلي.




د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوي ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۳۰مه) په خپله لومړنۍ خبري ناسته کې ویلي، د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي دا موضوع څېړي.


ښاغلي بقايي که څه هم ټینګار وکړ چې سږکال ایران ته له افغانستانه د ورغلو اوبو اندازه زیاته، خو ویې ویل: "د حق‌ابې په اړه موږ ته بنسټ د هلمند د ۱۳۵۱ کال معاهده ده، زموږ هڅې د افغانستان له حاکم پلاوي سره په تعامل او خبرو کې دا دي چې، ټوله حق‌ابه خپل هېواد ته راوګرځوو، سره له‌دې چې سږکال د وارد شویو اوبو اندازه ډېره وه خو د افغانستان او ایران ترمنځ د معاهدې د اجرا کولو د اطمینان لپاره ډېر کار په مخکې لرو."


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي چې، د افغانستان په اړه د ایران بهرنۍ سیاسي تګ‌لاره کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.


ظاهرا د مسعود پزشکیان په مشرۍ د ایران نوی حکومت هم دغه موضوع د خپلو چارو په لومړیتوبونو کې راوستې، هغه موضوع چې د ابراهیم ريیسي په مشرۍ د ایران حکومت هم تل پرې په جدي توګه ټینګار کاوه او ان کله کله به دا موضوع د ګواښ تر کچې مطرح کېده.




د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم ريیسي د تېر کال په مې میاشت کې د دغه هېواد سوېل ختیځ د سیستان-بلوچستان ایالت ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی و چې، باید د هلمند له سینده د ایران د حق‌ابې د تامین په برخه کې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.


د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د تېر کال په حوت میاشت کې د ایران له "ایسنا" خبري اژانس سره خبرو کې ویلي وو، هیله‌مند دی چې، تر راتلونکې میزان میاشتې د هلمند له سینده یې هېواد ته اوبه خوشې شي.


هغه هم ټینګار کړی و، چې هېواد یې د حق‌ابې موضوع په جدي توګه څاري.


د طالبانو د حکومت د اویو او انرژۍ وزارت ویاند اختر محمد نصرت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه د ازادي راډيو د خبريال پوښتنې ځواب نه‌کړې.


خو له‌دې وړاندې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، د دواړو هېوادو ترمنځ د ۱۳۵۱کال معاهدې له‌مخې د ایران حق‌ابه به د هلمند له سینده ورکړي.




د اوبو د مدیریت چارو ځینې پوهان د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له څرګندونو سره موافق نه‌دي او وایي، ایران سږکال د هلمند له سینده د خپلې ټاکل شوې حق‌ابې له اندازې ډېرې اوبه تر لاسه کړي دي.


له‌‌دې ډلې نجیب‌الله سدید چې په‌دې اړه یې د روان کال له فبرورۍ وروسته یوه محاسبه هم ترسره کړې ده، ازادي راډیو ته وویل: "د هغې محاسبې له‌مخې چې ما ترسره کړې، ښیي چې د ایران حق‌‌ابه له ۴۰۰میلیونو متر مکعبه کمه په شاوخوا کې ده او د سټلایت د اټکلي شمېرو له‌مخې بیا ایران سږکال د هلمند له سینده ۶۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبه تر لاسه کړي، ایراني چارواکي تل د هلمند د اوبو په اړه خپلو وګړو او د افغانستان خلکو ته دروغ وایي او کره معلومات نه شریکوي."




نوموړي زیاته کړه چې د روان کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې وچکالي وه او په خبره یې په هغو میاشتو کې چې وچکالي وه د ایران د حق‌‌ابې کچه صفر ته ټیټیږي، خو په خبره یې د اوبو تر راپیدا کېدو وروسته د ایران د حق‌ابې محاسبه کېږي.


ښاغلی سدید دغه شان ټینګار کوي، تر کومه چې د هلمند د اوبو د معاهدې مېکانېزم په روڼ او پروتوکول په ډول عملي نه‌‌شي او اوبه ایران ته ور نه‌‌کړل شي، دا ابهامات به موجود وي او ایران به تل له خپل حقه زیاته د اوبو تقاضا کوي.


افغانستان او ایران په ۱۳۵۱کال کې د هلمند د اوبو په اړه یو تړون لاسلیک کړی چې، له‌‌‌مخې یې هر کال چې اوبه نورماله حالت کې وي، د هلمند له سینده ایران ته ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبو ورکول کېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net